د طالبانو مخکښ غړی حاجي بشر نورزی له ګوانتنامو زندان څخه ازاد شو.
د طالبانو مخکښ غړی حاجي بشر نورزی له ګوانتنامو زندان څخه ازاد شو.
19سپتمبر 2022
د طالبانو مخکښ غړی او مالي ملاتړی حاجي بشر نورزی وروسته د ۱۸کلونو زندان نن ورځ د افغان دولت په هڅو آزاد شو.
حاجي بشر نورزی د طالبانو تحریک د مشر ملامحمد عمر مجاهد تر ټولو نیږدې او معتمد شخص و او له همدې امله یې د طالبانو په صف کې زیات مینه وال لرل.
نوموړی د روسانو سره د جهاد پر وخت د مولوي خالص ډیر نیږدې سړی و،
حاجي بشر نورزی د ۲۰۰۵ میلادي کال د اپریل په میاشت کې امریکا ته سفر وکړ، چې بیا همالته ونیول شو، لومړی پرې د اعدام او بیا د ټول عمر بند حکم وشو.
د طالبانو او امریکا د مذاکراتو پر وخت د نوموړي د خلاصون غوښتنه هم شوې وه، چې هغه وخت یې د خوشې کیدلو او دوبۍ ته د سپارلو آوازې هم خپرې شوې وې، چې وروسته بیا دروغ ثابت شوې.
اړوند موضوعات
امریکا د ګوانتنامو زندان څخه د اسدالله هارون د خلاصون منظوري ورکړه
نوموړی نن ورځ نهه بجې کابل میدان هوایي کې افغان دولت ته د امریکا له خوا وسپارل شو.