په آسیا جام کښې د پاکستان کرکټ لوبډلې ماتې، شاهین شاه آفریدي ورته غبرګون ښودلې دې

0
87

باغی ټي وي رپورټ
د کرکټ د ملي لوبډلې تېز بالر شاهین شاه اپریدي په اسیا جام کې د پاکستان له ماتې وروسته پر ټویټر یو پیغام خپور کړی دی.

شاهین افریدي په خپل ټویټ کې لوبډلې ته خطاب کړی او ویلي یې دي چې اتلانو خپل سر لوړ وساتئ، تاسو خپله غوره لوبه وکړه.

تېز بالر لیکلي: “مونږ به له دې څخه زده کړه وکړو او ډاډ ترلاسه کړو چې راتلونکی ځل به ښه لوبه ترسره کړو لکه څنګه چې مونږ پخوا راهسې کوو.”
شاهین افریدي هم په خپل ټوېټ کې د سریلانکا لوبډلې ته د بریا مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې تاسو په ډېر کار سره بریا ترلاسه کړې ده.

د يادونې وړ ده چې د اسيا کپ په پايلوبه کې سريلانکا پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د شپږم ځل لپاره د اسيايي سياليو اتل شو، د سريلانکا د ١٧١ منډو هدف پاکستاني توپ وهونکو په ټاکلو ٢٠ اورونو کښې ١٤٧ منډې وکړې او دوی و نه شو کولې چې ورکړل شوې د ۱۷۱ منډو هدف پوره کړي او دغه شان د پاکستان ملي لوبډلې د اسیا کپ په دې لوبه کښې ماتې اوخوړه.
د کرکټ مینه والو داسې غبرګونونو هم ښودلي دي چې د پاکستان په ټیم کښې سفارشي کلچر دې ټیم ته ډیر زیان رسولې دې، یو د کرکټ مینه وال وایی چې د پاکستان کرکټ وتلي لوبغاړي محمد حفیظ او شعیب ملک ی اسیا کپ سیالیو کښې د ملي لوبغاړو په توګه نه وو اخستي او هم دغه وجه دي چې په فاینل کښې دوی ماتې اوخوړه.

Leave a reply