بدخشان کې ټرافیکي پېښې  د درې کسانو ژوند اخستی دی   

0
95

بدخشان کې ټرافیکي پېښې  د درې کسانو ژوند اخستی دی 

په دې وروستيو کې د افغانستان په ولايتونو کې د ترافيکي پېښو پېښې زياتې شوې دي. تېره ورځ د کابل- مزارشریف پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او لس نور ټپیان شول. تېز سرعت، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او ترافیکي نښو ته نه پاملرنه د ترافیکي پېښو له لاملونو څخه دي.

(2022 / 9 / 12   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بدخشان ولایت چارواکي وايي، د دغه ولایت په فیض اباد ښار کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس معزالدين احمدي وويل، چې دا پېښه د سنبلې د مياشتې په ١٩مه شپه د فيض اباد ښار د اتمې ناحيې اړوند د “دير رازان” په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په ​​وينا، يو موټر په دره کې لوېدلی دی. د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس زياته کړه چې په دې پيښه کې د يوه ماشوم په ګډون درې تنه ووژل شول او د دوو ښځو په ګډون څلور تنه نور ټپيان شول.

اړوند موضوعات:

غور کې د ټرافیکي پېښې لۀ امله درې کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده 

Leave a reply