بایډن: د سپټمبر یوولسمې پېښې عاملین د دوزخ تر دروازو تعقیبوو   

0
136

بایډن: د سپټمبر یوولسمې پېښې عاملین د دوزخ تر دروازو تعقیبوو 

د امریکا ولسمشر جو بایډن د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر يوولسمې بريدونو د ۲۱ کلیزې په تړاو تېره ورځ يوې جوړې شوې غونډې ته وویل چې دغه هېواد کلونه د سپټمبر يوولسمې بريدونو عاملان تعقيب کړي او له منځه يې وړي، څو نور ياد هېواد ته يو ترهګر ګواښ نه وي.

 

(2022  / 9 / 13   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

جو بایډن ویلي چې، د سپټمبر يوولسمې د بريدونو عاملان به د دوزخ تر دروازو تعقيبوو

د امریکا ولسمشر جو بایډن د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر يوولسمې بريدونو د ۲۱ کلیزې په تړاو تېره ورځ يوې جوړې شوې غونډې ته وویل چې دغه هېواد کلونه د سپټمبر يوولسمې بريدونو عاملان تعقيب کړي او له منځه يې وړي، څو نور ياد هېواد ته يو ترهګر ګواښ نه وي.

نوموړي چې د ياد هېواد د دفاع وزارت يا پنټاګون کې وينا کوله وويل چې د دغه بریدونو عاملان به د دوزخ تر دروازو تعقيبوو، څو ډاډ ترلاسه کړو چې نور دوام نشي ورکولی.

د یادونې ده چې څۀ موده وړاندې امریکا ادعاء وکړه چې کابل کې یې پۀ یوۀ هستوګنیزه ودانۍ کې ایمن الظواهري پک نښه کړی او له منځه وړی دی.

اړوند موضوعات:

د امریکا دفاع وزیر: په افغانستان کې له ترهګرۍ سره زموږ مبارزه پای ته نه ده رسېدلې.

دوی ویلی چې القاعده شبکه د خپل غچ د اخستلو لپاره ممکن بیا پر امریکا ورته برید پلان او ترسره کړي؛ خو د دوی پۀ وینا دوی به هېڅکله ورته اجازه ورنکړي.

 

Leave a reply