د امریکا دفاع وزیر: په افغانستان کې له ترهګرۍ سره زموږ مبارزه پای ته نه ده رسېدلې.

0
93

د امریکا دفاع وزیر: په افغانستان کې له ترهګرۍ سره زموږ مبارزه پای ته نه ده رسېدلې.

۱سپتمبر ۲۰۲۲

 

د امریکا دفاع وزارت ویاند جنرال پت رایدر په یو خبری کنفرانس کې وویل چې دوی افغانستان څاري او پر وخت هلته هر قسمه عملیات کولای شي.

 

په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري په نښه کولو د ادعا له امله د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوې دي.

اوس د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټن د افغانستان د خپلواکۍ د لومړۍ کلیزې په مناسبت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه پای ته نه ده رسېدلې.

هغه زیاته کړه: “موږ پوهیږو چې زموږ کار لا پای ته نه دی رسیدلی. موږ باید له ترهګرۍ سره پر مبارزې تمرکز وکړو. “څو اونۍ وړاندې مو د سپټمبر په ۱۱ مه د القاعده شبکې مشر، چې د اسامه بن لادن مرستیال و، په نښه کړ او څو میاشتې وړاندې مو د داعش ډلې د مهمو غړو پر ضد عملیات وکړل.”

د ازادۍ د لارې شورا مشر سید اکبر اغا په دې باور دی چې امریکا او واشنګټن باید خپلې ستونزې د تفاهم او تعامل له مخې حل کړي او د دې لپاره ښه ده چې د خرابو اړیکو بیا رغونه وشي.

اړوند موضوعات

امریکا پخواني افغان پیلوټان اوکراین ته د جګړې استولو لپاره روزي.

د افغان دولت رئیس الوزار مشر ملاحسن اخند هم د خپلواکۍ په مراسمو کې وويل چې له ټولو بهرنيو هېوادونو سره تفاهم او تعامل غواړي او پر بنسټ يې له هغوى سره د ستونزو د هواري غوښتنه کوي.

Leave a reply