ضلع خیبر کښې د عمران خان په ملاتړ کښې لاریون شوې دې

باغي ټي وي رپورټ
په تاريخي باب خيبر کې د پخواني وفاقي وزير پير ډاکټر پير نورالحق قادري په مشرۍ کې د پخواني وزيراعظم پاکستان تحريک انصاف چيئرمين عمران خان سره د يووالي څرګندولو لپاره احتجاجي مظاهره وشوه.
احتجاجي مظاهره کښې د پاکستان تحریک انصاف جنرل سیکرټري امیر محمد خان آفریدي په شمول ګڼ شمیر مشرانو او کارکنانو ګډون اوکړو.
مظاهرې ته وینا کې ګډونوالو وویل چې د عمران خان د مقبولیت له وجې وارداتي حکومت د ګډوډۍ په حالت کې دی او د مائنس ون فیصله ورته د منلو نه ده.






