ترکیه کې د افغانستان جنرل قونسل لۀ یو شمېر پیسو سره تښتېدلی دی

سرچینې وايي چې نوموړی اوس په استرالیا کې دی. خو ذبيح الله حسين خېل د ترکيې د حکومت فشارونه د دندې پرېښودو او له هېواده د وتلو لامل بللی او د پيسو د غلا تورونه يې هم رد کړي دي.
هغه وویل چې دی چمتو دی چې د پیسو د غلا د تور په اړه د افغانستان راتلونکي مشروع حکومت ته ځواب ووايي.
(2022 / 9 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په استانبول کې د افغانستان جنرال قونسل ذبیح الله حسین خېل له یو شمېر پیسو سره ترکیې نه تللی دی.
په استانبول کې د افغانستان د قونسلګرۍ کارکوونکو ویلي، چې په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته یې څو ځلې اسټرالیا ته پیسې انتقال کړې او په وروستي عمل کې یې پرون له یو زیات شمېر امریکايي ډالرو سره اسټرالیا ته ولاړ.