متقي: همدا چې افغانستان کې مېرمنو ته څوک پۀ بد نظر نشي کتلی، همدېته د ښځو حقوق وايي

مولوي متقي همدا راز زیاته کړه، هغه ښځې چې دفتر ته نه شي تلای، خپلو کورونو ته به استول کېږي.
هغه څرګنده نه کړه چې ښځې ولې دفتر ته نشي تللی. د ا.ا د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په دوام وویل چې اوسمهال په پوهنې وزارت کې ۹۲ زره ښځې په کار بوختې دي.
(2022 / 9 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بهرنیو چارو وزیرامیر خان مقي ويلي چې، همدا چې په افغانستان کې هیڅوک د ښځو په اړه بد نظر نلري، همدا د بشر حقونو خوندي توب دی.
د ط’البانو په مشرۍ د حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي نن په یوه خبري غونډه کې وویل، اوس نه د ښځې خاوند وژل کېږي او نه یې ماشوم، دا بشري حقوق دي.
مولوي متقي همدا راز زیاته کړه، هغه ښځې چې دفتر ته نه شي تلای، خپلو کورونو ته به استول کېږي.
اړوند موضوعات:
د بهرنیو چارو مرستیال ویلي چې د ښځو حقوق هېڅوک نشي تلف کولی