شهباز شریف او حمزه شهباز مني لانډرنک کیس کښې د آزادیدو درخواست جمع کړې دې
باغي ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف او د پنجاب پخواني وزيراعلي حمزه شهباز ايف آئي اے مني لانډرنګ کيس کښې د بري درخواست جمع کړے دے۔
د شهباز شريف او حمزه شهباز لخوا د لاهور په عدالت کښې درخواست جمع کړے شوے وو، عدالت ايف آئي اے نه د ستمبر په 17مه نيټه جواب طلب کړو.
عدالت د اثاثو منجمد کولو په ضد د درخواست اوریدلو لپاره د سپټمبر 10 نیټه ټاکلې.شهباز شريف د مصروفياتو له وجې حاضري نه د استثنٰي درخواست هم جمع کړے دے۔
د شهباز شريف وکيل عدالت ته وويل چې شهباز شريف د سېلاب له امله حاضر نه شي.
قاضي ريمارکس ورکړ چې لس دقيقې هم نه شي راتلای، دا چې کومه ورځ دا مقدمه روانه ده د هغه راتلل ګران دي، د شهباز شريف شيډول دې ورکړل شي چې هغه چېرته دی.
نور خبرونه
د څو کالو راهسې په ملک کښې تش په نامه احتساب روانې دې: شاهد خاقان عباسي