د څو کالو راهسې په ملک کښې تش په نامه احتساب روانې دې: شاهد خاقان عباسي
باغی ټي وی رپورټ
د مسلم ليګ (ن) سينئر نائب صدر او پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د سختو پرېکړو په کولو سره به هېواد د پرمختګ په لاره روان وي۔
د احتساب عدالت نه بهر ميډيا سره خبرو كښې شاهد خاقان عباسي اوويل چې د څو كالو راهسې د تش په نامه احتساب عمل روان دے، د پخواني چيئرمېن نيب كاركردګۍ د ټولو په وړاندې ده۔
د يوې پوښتنې په ځواب کې شاهد خاقان عباسي وويل چې د پټرولو په نرخ کې 12 برخې دي چې 10 يې په نړيوال بازار پورې تړلي دي.
پخواني وزيراعظم وويل عمران خان د آئي ايم ايف سره معاهدې کړي دي چې اولس يې زغمي خو مونږ به په سختو پريکړو سره هيواد د پرمختګ په لاره روان کړو.
کله چې په ملک کې د نوو انتخاباتو په اړه پوښتنه وشوه، نو د لیګ مشر وویل چې ټولټاکنې به یوازې د حکومت د مودې بشپړیدو وروسته ترسره شي.
نور خبرونه
د پاکستان فوځ دا ملک تل د کورنۍ جهګړې او ګډوډۍ څخه ژغورلې دې: د پنجاب وزیراعلی
زما مقصد ښځينه جج ته ازار رسول نه وو، عمران خان، د عدالت او قاضیاتو تل عزت کووم: عمران