نیویارک ټایمز وايي چې امریکا عراق ته دوه زره نور سرتېري لېږي

0
92

نیویارک ټایمز وايي چې امریکا عراق ته دوه زره نور سرتېري لېږي

 د نیویارک ټایمز ورځ پاڼه وايي چې ټاکل شوې امریکا دوه زره نور سر تېري عراق ته ولېږي، دا په داسې حال کې ده چې امریکا عراق کې د خپل فوځي ماموریت ختمول په ډاګه کړي ؤ.

 

(2021 / 9 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)

 د نیویارک ټایمز ورځ پاڼه وايي چې ټاکل شوې امریکا دوه زره نور سر تېري عراق ته ولېږي، دا په داسې حال کې ده چې امریکا عراق کې د خپل فوځي ماموریت ختمول په ډاګه کړي ؤ.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې دغه سرتېري به عراق کې د بشري مرستو د امنیت ساتلو او همدارنګه د عرقي ځواکونو د روزلو لپاره کار کوي.

که څه هم یو ځل ټول امریکايي ځواکونه له عراق څخه ووتل او امریکا د خپل فوځي ماموریت پای عارق کې اعلان کړ؛ خو اوس یو ځل امریکا خپل ځواکونه عراق ته لېږي.

د عراق دولت او یا هم عراق کې د امریکا او عراق دولت مخالفو ډلو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې کابو یوه میاشت وشوه چې امریکا افغانستان ګې خپل فوځي ماموریت پای ته ورساوۀ او خپل ټول ځواکونه یې له افغانستان څخه وایستل.

Leave a reply