د مسلمانو عالمانو ټولنې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې طالبان په رسمیت وپېژني
د مسلمانو عالمانو ټولنې له نړیوالو غوښتي چې طالبان په رسمیت وپېژني
د مسلمانو عالمانو ټولنې سکرټر جنرال له ملګرو ملتونو غوښتي چې طالبان په رسمیت وپېژني او دغه راز هغوی سره د افغانستان د آبادۍ او بیا جوړونې برخه کې مرستې وکړي.
(2021 / 9 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
د مسلمانو عالمانو ټولنې سکرټر جنرال له ملګرو ملتونو غوښتي چې طالبان په رسمیت وپېژني او دغه راز هغوی سره د افغانستان د آبادۍ او بیا جوړونې برخه کې مرستې وکړي.
نوموړي دغه راز له ټولو مسلمانو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان سوکاله ساتلو لپاره دې طالبانو او افغان ملت ته لاس ورکړي او بیا دې اجازه نه ورکوي چې یو ځل بیا افغانستان د جنګ و جګړو په مرکز بدل شي.
سکرټر جنرال شیخ ډاکټر علي القري داعي دغه راز په ملګرو ملتونو هم غږ کړی چې د افغانستان د امنیت، اقتصاد، پر مختګ او سوکالۍ لپاره دې ځانګړې پاملرنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ یو شمېر هېوادونو طالبانو ته ړ په رسمیت پېژندلو لپاره ځینې شرطونه وړاندې کړي؛ خو طالبانو تر اوسه د دغو شرطونو د منلو په اړه څه ندي ویلي.