د ملک په آیني ادارو کښې په خوښه او ناخوښه تقررې نه کیږي: لیاقت بلوچ

0
181

باغی ټي وي رپورټ
د جماعت اسلامي امير مقام امام محمد لياقت بلوچ وايي، په آئيني ادارو کې د خوښې او نا خوښۍ پر اساس تقررې نه کېږي.

لاهور کې ميډيا سره خبرو کې لياقت بلوچ وويل قومي قيادت دې په اتفاق سره ددغه بحران څخه د وتلو لپاره کردار ادا کړي.

لیاقت بلوچ وویل چې د سیلاب ځپلو لپاره د جماعت اسلامي په مشرۍ له لاهور څخه سندهه او بلوچستان ته د امدادي سامانونو ۲۵ ټرکونه لیږل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې تر دې وړاندې هم په دولتي مرستو کې د فساد پلټنه شوې، خو چا ته سزا نه ده ورکړل شوې.
دا خبره د یادونې ده چې وړمه ورځ په رسنیو کښې داسې راپورونه نشر شول چې په عمران خان د سیاسي او غیر سیاسي مشرانو له لوري سختې نیوکې وشوې.
عمران خان د فیصل آباد په غونډه کښې د پاکستان فوځ سرلښکر په ټاکنه کښې داسې تورونه لګولي وو چې د فوځ سرلښکر دا څوکۍ ی متنازعه کړې وه.
عمران خان ویلی وو چې آصف زرداري او نواز شریف غواړي چې په نومبر کښې د خپلې خوښې د فوځ سرلښکر وټاکي، د عمران خان دا بیان د سختو غبرګونونو سره مخ شوې دي او د فوځ مشرانو هم دې بیان په اړه د غم څرګندونه کړې وه . آصف زرداري ویلي وو چې د پاکستان فوځ ټول افسرانو او اهلکار د پاکستان سره مینه لري او په دې کښې داسې کومه خبره نشته چې دوی د پاکستان سره مینه نه لري، سیاسي مشرانو په عمران خان نیوکي کړې وي چې هغه له نه دي په کار چې فوځ سیاست کښې بدنام کړي .
نورخبرونه

په عوامي غونډو کښې د سرکاري مشینرۍ کارول، په سوشل میډیا ویډیو خپره شوې چې د پي ټي آیی په جلسه کښې سرکاري مشینري کارول کیږي

Leave a reply