سعید خوستي د “الهه” نومې نجلۍ د ادعاء پۀ اړه وضاحت ورکړ
سعید خوستي د “الهه” نومې نجلۍ د ادعاء پۀ اړه وضاحت ورکړ
” نه مې وهلې، نه مې ټکولې، د خپل شرعي صلاحیت نه مې استفاده وکړه او د ژوند لاره مې جلا کړه طلاق مې ورکړو. په خپلې ناسنجول شوې نکاح سخت پښېمان یم، دحاکم نظام او افغان ولس نه بښنه غواړم. پروردګار دې معافي راته وکړي”
(2022 / 8 / 31 نېټه باغی ټلویزیون)
بشپړ راپور
قاري سعید خوستی چې پخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند ؤ پۀ یو ټوېټ پیغام کې ویلي: ” ۶میاشتې وړاندې مې د الهه نومې نجلۍ سره د هغې په غوښتنه واده وکړ، وروسته مې ولیدل چې نوموړې دعقیدې، باور مشکل لري. هڅه مې وکړه د نصېحت، بحث له لارې یې عقاید سم شي، مګر نتیجه يې ورنکړه، تر دې چې په واضح ډول یې مقدساتو ته سپکاوی وکړ او د قران کریم توهین یې وکړ چې د هغې ثبوت هم شته”
هغه زیاته کړه، ” نه مې وهلې، نه مې ټکولې، د خپل شرعي صلاحیت نه مې استفاده وکړه او د ژوند لاره مې جلا کړه طلاق مې ورکړو. په خپلې ناسنجول شوې نکاح سخت پښېمان یم، دحاکم نظام او افغان ولس نه بښنه غواړم. پروردګار دې معافي راته وکړي”
اړوند موضوعات:
د کورنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې دوی یو پخوانی افسر وژلی دی
د یادونې ده چې د “الهه” پۀ نوم نجلۍ د یوې ويډیو پۀ خپرولو سره ادعاء وکړه چې قاری سعید خوستي ورسره پۀ زوره نکاح کړې، هغه وهلې، ټکولې او اوس ورسره غیر انساني چلند کوي.