وزیراعظم شهباز شریف د سیلاب ځپلو لپاره د مالی مرستې ورکولو اعلان کړې دې

0
191

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف جنوبي سندهـ کښې د بارانونو او سيلابونو له وجې د ځاني او مالي زيان په اړه د افسوس څرګندونه کړې ده۔

وزيراعظم شهباز شريف د باران او سېلاب ځپلو سيمو کښې د امدادي کاروائي په سمدستي توګه تيزولو هدايات کړي او متاثرينو ته ئې د هر خاندان لپاره د پنځوس زره روپو ورکولو اعلان هم کړے دے۔

لومړي وزیر اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې زیانمنو ته د سرپناه او طبي اسانتیاوو ترڅنګ خواړه او اوبه ورکړي.

دا خبره د یادونې ده چې د موسمیاتو مشر سردار سرفراز په کراچۍ کې د نور بارانونو وړاندوینه کړې ده او د ښاري سیلابونو ویره یې څرګنده کړې ده.

د جيو نيوز پروګرام جيو پاکستان سره خبرو کښې سردار سرفراز وويل چې د مون سون سېسټم شدت اوس هم پر ځای دی، د سېسټم ځينې برخه راجهستان او ختيځ سندهه کې موجود ده او د دغه نظام خپرېدل مرکزي سندهه او بلوچستان ته رسېږي.
نور خبرونه

د پي ټي آیی سناتور اعظم خان سواتي ویلي دي چې څوک چې رشوت خوري،فساد کوي باید سر ی پرې کړې شي

په سلمان رشدي د برید کوونکې بیان او د هغه په اړه د ایران حکومت غبرګون مخې ته راغلې دې

Leave a reply