په سلمان رشدي د برید کوونکې بیان او د هغه په اړه د ایران حکومت غبرګون مخې ته راغلې دې

0
170

باغی ټي وي رپورټ
هادي مطر چې په نيويارک کې د شاتم رسول سلمان رشدي د بريد شکمن وو، له ايران سره هر ډول تړاو رد کړي دی.

د يوې بهرنۍ خبري ادارې له مخې هادي مطر وايي چې د ملعون سلمان رشدي د ناول ځينې پاڼې يې ولوستلې چې په اسلام او عقايدو يې بريد کړی دی.

تر دې مخکې هم په امریکا کې پر ملعون سلمان رشدي د برید په اړه د ایران غبرګون ښودل شوی وو او ایران هم دا غبرګون څرګند کړې وو چې د برید کوونکې د ایران څخه نه دې.

ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند راجمان ویلي، تورن کس پر سلمان رشدي له برید سره هر ډول تړاو نه مني او هېڅوک حق نه لري چې د ایران پر اسلامي جمهوریت تور پورې کړي.

د يادونې وړ ده، چې پر ملعون سلمان رشدي تېره اوونۍ په نيويارک کې د يوې غونډې پر مهال په چاقو بريد شوى و، چې وروسته يې په ټپي حالت کې روغتون ته رسول شوې وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند راجمان ویلي، تورن کس پر سلمان رشدي له برید سره هر ډول تړاو نه مني او هېڅوک حق نه لري چې د ایران پر اسلامي جمهوریت تور پورې کړي.

د يادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ په نيويارک کې د يوې غونډې پر مهال پر سلمان رشدي د چاقو بريد وشو، چې وروسته پوليسو پر سلمان رشدي د بريد په تور ۲۴ کلن هادي ماتر نيولى و.

ملعون سلمان رشدي ته پخوا هم د هغه د توهینوونکو لیکنو له امله د مرګ ګواښونه شوي وو او په ۱۹۸۸ کال کې د دې مسلې په اړه د انګلستان په ګډون په ټوله نړۍ کې لاریونونه وشول.

پاکستان د سلمان رشدي په سپکاوي کتاب بندیز ولګاوه، په داسې حال کې چې د ایران ایت الله خمیني په کال ۱۹۸۹ کښې فتوی جاري کړه چې سلمان رشدی یو واجب القتل دې ځکه هغه د پیغمبر اسلام سپکاوې کړي دې.

نور خبرونه

په روغتون کښې ډاکټرانو تصدیق کړې چې د شهباز ګل روغتیایی حالت د اندیښنې وړ نه دې

که عمران خان ونیول شوي نو په لانډي زندان کښې به واچول شي: احسن اقبال

Leave a reply