روسیه کې په یو ښوونځي کې په ډزو اته کسان وژل شوي

روسیه کې په یو ښوونځي کې په ډزو اته کسان وژل شوي
د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی دی چې په روسیه کې یو کس د ښوونځي په انګړ کې پر زده کوونکو ډزې کړې دي چې په پایله کې یې اته کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
(2021 / 9 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی دی چې په روسیه کې یو کس د ښوونځي په انګړ کې پر زده کوونکو ډزې کړې دي چې په پایله کې یې اته کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د روسیې د جرمونو د څارنې د کمیټې ویاند سوتلانا پترنکو ویلي چې دا پېښه د پرم په نامه ښوونځي کې رامنځته شوې ده او بریدګر چې خپله یې هم په همدې ښوونځي کې زده کړې کولې، ټپي شوی او اوس په روغتون کې دی.
هغه ویلي چې په پېښه کې ټپي شوي اووه کسان هم روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی. تر اوسه د برید انګیزه روښانه نه ده خو پولیسو په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي.






