د نړۍ ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړو: مفتي محمود شاه ذاکري

0
225

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د طالبانو د رهبرۍ غړې او یو جیدعالم دین مفتی محمود شاه ذاکري په یو بیان کښې ویلي دي چې ټوله نړې دې افغانستان سره ښې اړیکې وساتي ، مونږ هم غواړو ټول د نړې هیوادونو سره ښې اړیکې ولرو.
په ورځپانړه وحدت کښې چاپ شوې د مفتي ذاکري د وینا مطابق هغه ویلي چې افغانان باید د امارت اسلامی افغانستان د عام معافۍ نه فایده اوچته کړي او د هیواد په ترقي او خوشحالۍ کښې برخه واخلي.
نوموړی اوویل چې د نړې تورو هیوادنو لپاره په زړه کښې عزت او احترام لرو، د بل هیواد په دننه چارو کښې کار لرل نه غواړو او د نړۍ هیوادونه دې هم د افغانستان په چارو کښې مداخلت و نه کړي.
ذاکري اوویل چې افغانستان د مشایخو، اتلانو او ننګیالو ټاټوبۍ دې او چا هم چې دې هیواد ته په بدو سترګو کتلي نو الله تعالی په طاقت ذلیل او رسوایی سر مخ کړې دې.
ذاکري اوویل چې افغانستان چې په افغانستان کښې درې د نیا طاقتور هیوادونو غرور په خاورو کښې خاورې شوې دي او غرور ی مات شوې دې.
نوموړی اوویل او زیات ی کړه چې وخت راغلې چې ټول افغانان یو موټې او طاقت شو، د هیواد بیا جوړولو ته په اتفاق شی او د امارت اسلامی د عام معافۍ نه ګټه واخلو او د هیواد په خوشحالي او پرمختګ کښې کار شروع کړو.
نوموړي اوویل چې وس وخت راغلې چې د د خپلو ځوانانو قتل، د کور او کلي ورانول و نه زغمو او یو موټې شو

Leave a reply