نړۍ دې افغانستان یواځې نه پریږدي: یو این ایچ سي آر

باغي ټي وي رپورټ
په ورځپانړه وحدت کښې چاپ شوي یو رپورټ مطابق د ملګرو ملتونو ادارې یو این ایچ سي آر د نړۍ نه غوښتي چې افغانستان دې ځان له پرې نه ږدي ځکه دلته افغان ډیر جنګ ځپلي دي او بشري مرستو ته اړتیا لری.
د رپورټ مطابق ملګري ملتونه وایی چې په افغانستان کښې دننه بې کوره شوي افغانان ۳.۵ ملیونه دې کوم چې د سختو ستونزو سره مخ دي.
یو این ایچ سي آر وایی په افغانستان کښې بې کوره شوي دغه لکونه کسان په بیړنۍ توګه خوراکي توکو او داروګانو ته ضرورت لري.
یاده دې وي چې د امارت اسلامی د داخله چارو وزیر په یو بیان کښې ویلي وو چې دوی په ملک دننه افغانان غم کوي او د ژمې د پیل نه مخکښې مخکښې غواړی دا بی کوره شوي افغانان خپلو کورونو ته واپس راولي.
د امارت اسلامی مشرانو د نړۍ هیوادونو او ملګري ملتونه نه دا غوښتنه هم کړې چې دوی دې بې کوره شوو افغانانو د بیا راوستلو لپاره مرستو ته اړتیا لري.
یاده دې وی چې نن هم د پاک افغان همکارۍ ټولنې له طرف نه د افغانستان ځپلي اولس لپاره څه دپاسه ۳۰۰ ټنه خوراکي مواد چې پکښې وړه، غوړي، دال ،وریژې او داروګان شامل وو د تورخم له لارې افغانستان ته ولیږل شول.
طالب مشرانو په تورخم دا امداد وصول کړو او د پاک افغان همکارۍ ټولنې او د پاکستاني اولس ی ستاینه وکړه چې په دې سخت وخت کښې ی ورسره مرسته وکړه.
>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>






