ایران وایي افغان کارګرو او سوداګرو ته د ویزې ورکړې لړۍ اسانوي   

0
77

ایران وایي افغان کارګرو او سوداګرو ته د ویزې ورکړې لړۍ اسانوي 

تکل وویل چې د ایران دا اقدام کولای شي افغان کارګرانو ته په هغه هېواد کې د قانوني حضور او ژوند زمینه برابره کړي.

 

(2022 / 8 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغان حکومت اعلان کړی چې د ایران د ویزو په ورکړه کې به نرمي راشي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلګرۍ او پارلماني چارو مرستیال پرون (۲۳ اسد) د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره وکتل.

د راپورونو له مخې، دغو چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیت پر زیاتوالي خبرې وکړې.

په تېره یوه اوونۍ کې دا درېیم ځل دی چې ایراني چارواکي افغانستان ته سفر کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند حفیظ احمد تکل د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د قونسلګرۍ او پارلمانی چارو له مرستیال علی رضا بیګدالی سره د دغه وزارت د سرپرست امیر خان موتقي د کتنې په اړه وویل: “ښاغلي بېګدالي وویل، چې له دې وروسته به د ایران ټولو قونسلګریو ته د افغان غوښتونکو لپاره د هغه هېواد ویزې ورکړي او زیاته یې کړه، چې دا اقدام کولای شي ایران ته د افغانانو د ناقانونه ننوتلو مخه ونیسي او د تګ راتګ اسانتیاوې رامنځته کړي.”

اړوند موضوعات: 

 ایران یوه اونۍ کې پنځه زره افغان کډوال لۀ خپلې خاورې شړلي دي 

تکل وویل چې د ایران دا اقدام کولای شي افغان کارګرانو ته په هغه هېواد کې د قانوني حضور او ژوند زمینه برابره کړي.

Leave a reply