کوم امریکایی شرکت سره چې د خدمتونو ترلاسه کولو لپاره د پی ټي آیی معاهده شوې ده، د پاکستان د اتومي انرژۍ مخالف دې

باغی ټي وي رپورټ
د پټرولیم وزیرمملکت مصدق ملک تور لګولی چې په امریکا کې د پاکستان تحریک انصاف لخوا ګمارل شوې لابنګ شرکت د پاکستان د اټومي ټیکنالوژۍ خلاف دی.
اسلام اباد کې دخبرو په مهال مصدق ملک وويل عمران خان غواړي ټول ادارى دده تابع وي نو ولې دا وېريږي چې عمران خان غلا نۀ ده کړې؟
هغه وويل امريکائي لابينگ فرم چې پي ټي ائي گمارلى دى دپاکستان داتومي ټيکنالوجۍ خلاف دى.
هغه وويل عمران خان بايد ووايي چې ولې يې داسې يو لابي استخدام کړى څوک چې وايي د پاکستان اټومي تکنالوژي بايد ختمه شي.
مصدق ملک وويل چې پي ټي ائي ولې د داسې يو کمپنۍ نه خدمات اخلي چې د پاکستان د اتومي اثاثو خلاف وي،هغه اوویل چې وس دا راته ووايه چې اوس غدار څوک دی؟
ياده دې وي چې تيره ورځ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي)په اړه په امريکه کښې د يوې لابنګ شرکت د خدمتونه ترلاسه کولو انکشاف شوې وو.
د سند له مخې، پي ټي آئي د لابنګ فرم فینټن اورلاک د 6 میاشتو لپاره د میاشتې 25 زره ډالرو لپاره کرایه کړې او د معاهدې له مخې به دا شرکت PTI ته د عامه اړیکو خدمات وړاندې کوي.
نور خبرونه
د هوا پېژندې ادارې یو ځل بیا ۲۱ ولایتونو کې د تېزو بادونو او بارانونو خبرداری ورکړی دی





