د عمران خان اصلیت خلکو ته ورپه ګوته کول ضروري ګڼم، هغه د کرسۍ لپاره په ملک کښې ګډوډي خپروي: جواد احمد

0
38

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان مشهور سندرغاړي او سیاستوال جواد احمد ټوپک یو ځل بیا د پاکستان د تحریک انصاف د مشر عمران خان په لور شوې دې، جواد احمد نن سبا د عمران خان په ضد ټویټونه کوي او په عمران خان سختې نیوکې کوي. هغه وایی چې عمران خان په ملک کښې د خپلۍ کرسۍ لپاره ګډوډي رامنځ ته کوي.

هغه وایی چې ولې زه په دې ورځو کې د عمران په اړه ډیر ټویټونه کوم؟
هغه په ټویټ کښې لیکي چې زه دا مهال عمران خان د پاکستان د سیاست لپاره یو ګواښ ګڼم، چې په دې هېواد کې د کرسۍ لپاره فساد خپرېږي، نو اړینه ده، چې د هغه اصل په ګوته کړم.
هغه نور لیکلي چې زه هغه د پاکستان تر ټولو بد سړی ګڼم چې دروغجن، غل، منافق، لالچی، فریبکار دی او زه یې په خپلو ټویټونو کې شاهدي ورکوم.

نور خبرونه

د پاکستان قامي والي بال لوبډلې په نړیواله مقابله کښې اسټریلیا ټیم له ماتې ورکړې ده

Leave a reply