د پارلیمان پبلک اکاونټس کمیټیو چارې نه شي چیلنج کیدې، دا د پارلیمان برخه ده : نورعالم خان

0
222

باغی ټي وي رپورټ
دپبلک اکاؤنټس کميټۍ (پي اے سي) چيئرمېن نور عالم خان وئيلي دي چې دپارليماني کميټو کارروائي دپارليمنټ برخه ده نو هغه چيلنج نۀ شي کولى.

د قومي اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې نور عالم خان وويل د پارليماني کميټو کارروائي په ځينو فورمونو چیلنج شوې، د پارليماني کميټو کارروائي نه شي چيلنج کولې شي، د کميټو کارروائي په آئيني توګه محفوظه ده.
نور عالم خان وویل، موږ د هرې ادارې درناوی کوو او په محکمو کې حاضر یو، دا زموږ حق دی چې که څوک د قومي اسمبلۍ حق تر پښو لاندې کوي، مخه یې ونیسو، د قانون جوړول او بدلول د ملي شورا استحقاق دی.

دپبلک اکاؤنټس کميټۍ چيئرمېن وويل دقوانينو لاندې کميټۍ دعوامي مسايلو په اړه غور کولى شي، دقومي اسمبلۍ سپيکر بايد په دې اړه حکم ورکړي.

هغه زیاته کړه، د بیان ازادي مهمه ده، خو هیچا ته د سپکاوي اجازه نه ورکول کېږي، په امریکا کې د ځواکونو او ادارو پر ضد د خبرو اجازه نه ورکول کېږي، په اساسي قانون کې د هرې ادارې حدود او محدودیتونه ټاکل شوي دي.
نور خبرونه

بانکونو د اسد قیصر حسابونو تفصیل ایف آیی اې ته ورکړې دې

بانکونو د اسد قیصر حسابونو تفصیل ایف آیی اې ته ورکړې دې

Leave a reply