بانکونو د اسد قیصر حسابونو تفصیل ایف آیی اې ته ورکړې دې

0
175

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) ته د دوو شخصي بانکونو لخوا د پخواني سپیکر قومي اسمبلۍ او د پاکستان تحریک انصاف د مشر اسد قیصر د بانکي اکاونټونو تفصیلات ورکړل شوي دي.

دسرچينو ترمخه دپخواني سپيکر اسد قيصر دپيښور په دوه شخصي بينکونو کې اکاونټونه دي اؤ ايف آئي اے دواړو شخصي بانکونو څخه داسد قيصر داکاؤنټونو تفصيلات غوښتي دي.

سرچينې وائي دوه شخصي بينکونو د اسد قيصر د بنک اکاونټس تفصيلات ايف آئي اے ته ورکړي دي چې يو بنک اکاونټ کښې 20 لکه او بل 8 لکه روپۍ راغلي دي.
سرچینې وویل چې دواړه حسابونه په 2008-2009 کې پرانستل شوي.

ياده دي وي چي اسد قيصر تيره ورځ ايف آئي اے منع شوي فنډنګ کيس کښي طلب کړے شوے دے او چارواکي به د پخواني سپيکر نه د دي اکاونټونو په اړه سوالونه کوي ولي اسد قيصر د ايف آئي اے د سمن چيلنج کولو فيصله کړي ده۔

د ايف آئي اے ډپټي ډائريکټر آفتاب بټ د تحقيقاتي کميټي مشري کوي۔ياده دې وي چې د تحريک انصاف د ممنوع الخروج فنډنګ کيس کښې د اليکشن کميشن د فيصلې نه پس ايف آئي اے حرکت کښې راغلې او په مختلفو ښارونو کښې پلټني شروع شوي دي۔ايف آئي اے د پي ټي آئي يو شمير مشران راغوښتي دي او دوی څخه د فارن فنډنګ په اړه پلټنې پیل کړي دي .
نور خبرونه

د پنجاب وزیراعلی ویلي دي چې د شهباز ګل بیان څخه باید د پی ټي آیی مشران واوړي

د پي ټي آیی او د پاکستان فوځ ترمینځ جنګولو سازش پیل شوې دې: عمران خان خبري غونډې ته وینا

Leave a reply