نن د کابل پۀ ګډون یو شمېر ولایتونو کې صرافانو د امریکا وروستي برید ته پۀ غبرګون کې لاریونونه وکړل

0
181

نن د کابل پۀ ګډون یو شمېر ولایتونو کې صرافانو د امریکا وروستي برید ته پۀ غبرګون کې لاریونونه وکړل

یو شمېر هېوادوالو او د سرپرست حکومت پلویانو هم د تېرې جمعې په ورځ په کابل او نورو ولایتونو کې د امریکا د هوايي برید په غبرګون کې مظاهرې وکړې او دا برید یې د افغانستان له هوايي حریم څخه سرغړونه وبلله.

 

(2022 / 8 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

یو شمېر سوداګرو او صرافانو په کابل کې د امریکا د هوايي برید په غبرګون کې لاریون وکړ. د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولینو نن چهارشنبه د اسد ۱۹ مه د کابل ښار د سرای شهزاده مارکیټ مخې ته پر افغانستان د امریکا د هوايي برید په غبرګون کې لاریون وکړ.

مظاهره چیانو د پاکستان له حکومته هم غوښتي دي چې له خپلې خاورې دې امریکا ته د هوايي حملو اجازه ورنکړي.

یو شمېر هېوادوالو او د سرپرست حکومت پلویانو هم د تېرې جمعې په ورځ په کابل او نورو ولایتونو کې د امریکا د هوايي برید په غبرګون کې مظاهرې وکړې او دا برید یې د افغانستان له هوايي حریم څخه سرغړونه وبلله.

اړوند موضوعات: 

د کابل تر څنګ؛ ګڼو نورو ولایتونو کې هم امریکا ضد لاریونونه روان دي

د کابل تر څنګ د هلمند ولایت د صرافانو ټولنې د امریکا وروستي برید پر ضد لاریون کړی او همدارنګه یې لۀ امریکا د افغانستان د دکنګل شوېـشتمني د خلاصون غوښتنه هم کړې ده.

 

Leave a reply