پاکستان د تورخم له لارې افغانستان ته د بشري مرستو رسونې لړۍ پیل کړه

د پاکستان له طرفه د تورخم له لارې امدادي سامان نه ډګ ټرکونه افغانستان ته داخلیږي
پاکستان نن د تورخم له لارې افغانستان ته د بشري مرستې رسونې لړۍ پیل کړه
پاکستان نن افغانستان سره د تورخم له لارې لسګونه لارۍ بشري مرسته وکړه، دغه مرستې چې د پاک افغان همکارۍ له خوا د پاکستان له خوا د ننګرهار ولایت لپاره ټاکل شوي قونسل ته وسپارل شوې د افغانستان ټولو ولایتو ته به ولېږدول شي او هلته به اړمنو کورنیو باندې وویشل شي.
(2021 / 9 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
پاکستان نن افغانستان سره د تورخم له لارې لسګونه لارۍ بشري مرسته وکړه، دغه مرستې چې د پاک افغان همکارۍ له خوا د پاکستان له خوا د ننګرهار ولایت لپاره ټاکل شوي قونسل ته وسپارل شوې د افغانستان ټولو ولایتو ته به ولېږدول شي او هلته به اړمنو کورنیو باندې وویشل شي.
د پاکستان هېواد د پاک افغان همکارۍ په هکله ویلي چې دغه مرستې به دوامدارې وي او د افغانستان ټولو اړمنو کورنیو ته به رسېږي.
دوی زیاتوي چې د پاکستان د خلکو له خوا یادې بشري مرستې به تر هغه دوام ومومي تر هغو چې افغانستان کې کلنی بشري ناورین له منځه نه وي تللی.
تر دې وړاندې هم د پاک افغان همکارۍ ویلي ؤ چې په سخت حالت کې به افغانستان یوازې نه پرېږدي او بشري مرستې به ورسره کوي.
دا مرستې په داسې حال کې له افغانستان سره کېږي چې کابو یوه میاشت طالبان په ټول افغانستان واکمن دي او ملګرو ملتونو ویلي چې که افغانستان سره بشري مرستې ونشي هلته به خلک له بد اقتصادي او بشري ناورین سره مخ شي.






