پمپیو وايي چې د شمالي کوریا په وړاندې د بایډن کړنلاره د امریکا اعتبار زیانمنوي

0
220

پمپیو وايي چې د شمالي کوریا په وړاندې د بایډن کړنلاره د امریکا اعتبار زیانمنوي

د امریکا پخواني د بهرنیو چارو  وزیر مایک پمپیو د امریکا د ولسمشر جو بایډن په تګلارو جدي نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې د بایډن تګلاره به د امریکا باور په نړیواله کچه زیانمن کدي.

 

(2021 / 9 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

د امریکا پخواني د بهرنیو چارو  وزیر مایک پمپیو د امریکا د ولسمشر جو بایډن په تګلارو جدي نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې د بایډن تګلاره به د امریکا باور په نړیواله کچه زیانمن کدي.

نوموړي ویلي چې د بایډن رویه د شمالي کوریا په وړاندې د امریکا د متحدینو جاپان او جنوبي کوریا له اړیکو سره په ټکر کې دي، او بایډن د امریکا له متحدینو سره نباید داسې چلند وکړي.

مایک پمپیو زیاته کړې چې بایډن هڅه کوي شمالي کوریا په غیر مستقیم ډول تر بریا ورسوي؛ خو دا غوره لار نده او دا تګلاره د امریکا په زیان ده، بایډن نباید داسې اشتباوې وکړي.

مايګ پمپیو د ډونالد ټرمپ د ریاست جمهورۍ په وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ؤ، دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ هم په دې وروستیو کې د بایډن په ضد سختې څرګندونې کړي دي.

 

 

Leave a reply