پاکستان دولتي بانک: افغانستان ته د تېر کال پۀ پرتله صادراتو او وارېداتو کې کموالی راغلی دی 

0
95

د پاکستان دولتي بانک: افغانستان ته د تېر کال پۀ پرتله صادراتو او وارېداتو کې کموالی راغلی دی 

د یادونې چې پۀ دې وروستیو کې د پاکستان اقتصاد پۀ بې مخینې ډول لۀ زوال سره مخ شو، چې د اقتصادي شنونکو پۀ وینا دغې چارې د پاکستان صادرات او واردات لۀ خنډ سره مخ کړل او پدغو کې د پام وړ کموالی رغی.

 

(2022 / 8 / 9   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان ډان ورځپاڼې د پاکستان د دولتي بانک د راپور په حواله ویلي چې د تېر کال په پرتله افغانستان ته صادرات او واردات کم شوي دي.

دې ورځپاڼې د دغه هېواد د دولتي بانک په حواله راپور ورکړی چې په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۴۳،۸ سلنه او واردات ۱۷،۸۴ سلنه کم شوي دي.

د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۲ مالي کال کې د پاکستان صادرات له ۵۵۲ میلیونو ډالرو ډېر شوي دي.

په همدې حال کې، د هیواد صادرات به په 2021 کې 983 ملیون ډالرو ته رسېدل.

د پاکستان واردات هم په ۲۰۲۲ کال کې ۱۴۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي. دا شمیره په 2021 کې 179 ملیون ډالرو ته ورسیده.

اړوند موضوعات: 

صادق خان: پاکستان ته د افغانستان صادرات زیات شوي

د یادونې چې پۀ دې وروستیو کې د پاکستان اقتصاد پۀ بې مخینې ډول لۀ زوال سره مخ شو، چې د اقتصادي شنونکو پۀ وینا دغې چارې د پاکستان صادرات او واردات لۀ خنډ سره مخ کړل او پدغو کې د پام وړ کموالی رغی.

 

Leave a reply