صادق خان: پاکستان ته د افغانستان صادرات زیات شوي

0
72

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان وايي چې د تورخم له لارې پاکستان ته د افغانستان د میوو صادرات د تېر په پرتله زیات شوي دي.

 

صادق خان پر خپل ټویټر پاڼې د ستمبر د میاشتې له ۲۴مې تر ۳۰مې پورې د تورخم له لارې د صادراتو معلومات نشر کړي دي.

 

هغه ویلي دي چې د ستمبر د میاشتې په وروستۍ اونۍ کې ۲۲۵۰ ټرکونه له افغانستان څخه پاکستان ته صادر شوي دي او په مقابل کې ۱۱۵۱ ټرکونه اجناس له پاکستان څخه افغانستان ته صادر شوي دي.

 

صادق خان افغانستان ته د صادراتو د زیاتېدو ادعا په داسې حال کې کوي چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر خان جان الکوزي څو ورځې وړاندې وویل چې پاکستان په ورځني ډول یوازې شلو لاریو ته د اوښتو اجازه ورکوي، په داسې حال کې چې، د پاکستان له لوري د افغانستان خاورې ته تر سلو زیاتې لارۍ راځي.

 

 

 

 

 

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر حاجي ګلمراد عرب هم په حکومت غږ کړی و چې له پاکستان سره د تازه ميوو او سبزيو سربېره د ټولو افغان صادراتو ستونزه حل کړي.

 

ښاغلي عرب زياته کړې وه، چې هره ورځ بايد لږ تر لږه شپږ سوه لارۍ پاکستان ته واوړي او که داسې ونه شي، سلګونه لارۍ تازه ميوې او سبزي به خوسا کيږي، چې د افغانستان سوداګرو ته ډېر زيات زيانونه اوړي.

 

خو د نن ټکی اسیا د دغه خبر په ځواب کې یو پاکستاني مسوول د وټساپ له لارې د ستمبر په ۳۰مه نېټه په یوه پیغام کې وویل چې په تېرو څلوریشت ساعتونو کې د تورخم له لارې پاکستان ته ۳۵۵ ټرکه افغان صادرات پاکستان ته داخل شوي او ۱۶۳ له پاکستان څخه افغانستان ته صادر شوي دي.

 

همدا راز په تېرو نهو ورځو کې ۲۶۹۰ افغان ټرکونه پاکستان ته او ۱۵۲۳ ټرکونه افغانستان ته داخل شوي دي.

Leave a reply