د ترهګرو بزدلانه بریدونه زمونږ ارادي نه شي کمزورې کولې، صدر پاکستان ، ډاکټر عارف علوي، د پاکستان صدر د وزیرستان برید غندنه کړې ده

0
155

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان اولس مشر ډاكټر عارف علوي په شمالي وزيرستان كښې د پاكستان د پوځ په یو كاروان د ځانمرګي بريد غندنه وكړه او وې ويل دا ډول بزدلانه بريدونه زمونږه ارادې نه شي كمزوري كولې۔

د پاکستان ولسمشر په خپله یوه وینا کې د پاکستان د پوځ پر کاروان ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلی او د شهیدانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني او وفاقي وزيرې شېري رحمان هم په وزيرستان كښې د فوځ په قافله د ځانمرګي بريد غندنه وكړه او وې ويل چې د هېواد لپاره يې خپل ژوند قربان كړو شهيدانو ته د درناوي مراتب وړاندې كوي او د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره به جنګ جاري ساتي۔

د دې تر څنګ د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان او د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه هم د پاکستان د پوځ پر کاروان ځانمرګى بريد غندلى او ويلي يې دي چې د ترهګرو بزدلانه بريدونه ملت نه شي ډارولای.
دا خبره د یادونې ده چې پرون په شمالي وزیرستان کې د پوځ په کاروان ځانمرګي برید کې د پاکستان د پوځ څلور سرتېري وژل شوي دي.د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ISPR ویلي، د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې پر پوځي کاروان برید شوی دی.

د آئي ايس پي آر ترمخه خودکش حمله کښې څلور فوځيان شهيدان شوي چې پکښې لانس نائيک شاهزيب، لانس نائيک سجاد، سپاه عمير او سپاه خرم شامل دي۔

نور خبرونه

شمالي وزیرستان کښې ځانمرګي برید شوي دې، درې امنیتي ځواک اهلکار ژوند له لاسه ورکړې دې

د بلوچستان چورلکې په ضد کمپاین، حکومت کمیټي جوړه کړې، آیی ایس آیی،ایف آیی اې او آیی بي افسر ددې منفي کمپاین په اړ پلټنې کوي

لفټننټ جنرال فیض حمید کور کمانډر بهاولپور ټاکل شوې، دې نه وړاندې فیض د پیښور کورکمانډر په څوکۍ ټاکل شوې وو

Leave a reply