د آریانا افغان هوايي شرکت ویلي چې ژر به د اورمچي او کابل تر منځ پروازونه پیل کړي

د آریانا افغان هوايي شرکت ویلي چې ژر به د اورمچي او کابل تر منځ پروازونه پیل کړي
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند وایي، چې په کابل کې د چین سفارت له لوري هغه سوداګرو ته د ویزو ورکړه پیل شوې، چې دوی یې مخې له مخکې ورته لېست سپارلی و.
(2022 / 8 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اریانا افغان دولتي هوایي شرکت وایي چې ډېر ژر به په مستقیم ډول د افغانستان او چین تر منځ الوتنې بیا پیل شي.
له هغه وروسته چې چین هېواد د روانې میلادي میاشتې په لومړۍ نېټه افغانانو ته د ویزو ورکړه پیل کړه اوس اریانا افغان هوایي شرکت اعلان کړی دی، چې ژر به د کابل- ارومچي ترمنځ الوتنې بیا پیل کړي.
بلخوا د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، چې د چین هیواد له لوري افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې د بهیر په بیا پیل کیدو سره به د افغانستان او چین ترمنځ سوداګري یو ځل بیا پراخه او ګړندۍ شي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند وایي، چې په کابل کې د چین سفارت له لوري هغه سوداګرو ته د ویزو ورکړه پیل شوې، چې دوی یې مخې له مخکې ورته لېست سپارلی و.
مومند وایي، چین هیواد دغه راز د افغانستان له سرپرست حکومت سره ژمنه کړې، چې له افغانستان څخه چین ته پر صادرېدونکو توکو به ۹۸ سلنه مالیه هم معاف کړل شي.





