امریکا ویلي چې ښايي القاعده شبکه د الظواهري د غچ اخستلو هڅه وکړي

امریکا ویلي چې ښايي القاعده شبکه د الظواهري د غچ اخستلو هڅه وکړي
ایمن الظواهري د یکشنبې سهار وختي کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید کې ووژل شو. د امریکا بهرنیو چارو وزارت تازه په یوه اعلامیه کې ویلي د دوی پر باور د الظواهري تر وژل کېدو وروسته د امریکا ضد تاوتریخوالي احتمال کېدای شي ډېر شي.
(2022 / 8 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا حکومت د دوی بې پیلوټه الوتکو لخوا کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته خپلو اتباعو ته ټينګه سپارښتنه کړې چې بهر ته د سفر پر مهال د امریکا ضد تاوتریخوالي د احتمال په تړاو هوښیار اوسي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي د القاعده ملاتړي یا نورې اړوندې ترهګرې ډلې ښايي هڅه وکړي د الظواهري د وژنې غچ کې د امریکا ګټې او وګړي هدف وګرځوي.