چین پر نړۍواله ټولنه غږ کړی چې ا.ا ټول ګډونه حکومت جوړولو ته مجبوره کړي
چین پر نړۍواله ټولنه غږ کړی چې ا.ا ټول ګډونه حکومت جوړولو ته مجبوره کړي
تر دې وړاندې په کابل کې د چین سفیر هم په خپلو څرګندونو کې له افغانانو سره د مرستو ډاډ ورکړی و او تر څنګ یې ویلي وو چې هېڅ وخت به د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله و نه کړي.
(2022 / 8 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
چین وایي نړۍ دې ا.ا د یوه ټولشموله او پراخ بنسټه حکومت جوړولو ته وهڅوي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د افغانستان ترڅنګ ولاړ دي او تمه لري چې دلته یو ټولشموله او پياوړی حکومت رامنځته شي.
وانګ یې دغه راز پر نړیوالو غږ کړی چې له افغان لوري سره ددغه ډول حکومت په جوړولو کې مرسته وکړي او هڅونې ته یې ادامه ورکړي.
هغه زیاته کړې چې چین په نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو کې تل د افغانستان په تړاو فعال رول لرلی دی او له افغانانو سره په دې سختو شرایطو کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.
تر دې وړاندې په کابل کې د چین سفیر هم په خپلو څرګندونو کې له افغانانو سره د مرستو ډاډ ورکړی و او تر څنګ یې ویلي وو چې هېڅ وخت به د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله و نه کړي.