د پاکستان عدالتونو باید آیین ماتوونکو باندې نور پام وکړي: عمران خان
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وايي، د دې وخت رارسېدلی چې عدالتي نظام قانون ماتوونکو او مجرمینو ته پام وکړي.
خپل يو بيان كښې عمران خان ووئيل چې د قانون حاكميت د قامي پرمختګ د اېجنډا مهم ټكے دے، تحريك انصاف د انصاف او انصاف د قائمولو لپاره په سياسي ډګر كښې فعاله ده۔
عمران خان وويل مافيا خپلې واکمنۍ ته دوام ورکولو لپاره ادارې تباه کړي او لاقانونيت ته وده ورکړې، اوس وخت رارسيدلى چې عدالتي نظام قانون ماتونکو او مجرمينو ته پام وکړي.
ياده دي وي چي د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان په سوشل ميډيا خپل يو بيان کښې وئيلي وو چي له بدمعاشانو نه جوړ شوي حکومت هم په مکمله توګه نا اهله دے.
دا خبره مهمه ده چې د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان پرون د پي ډي ایم په اتحادي حکومت سختې نیوکې کړې وې او پوښتنه يې وکړه چې د دې ګډوډي ذمه وار څوک دی؟
په سوشل ميډيا خپل يو بيان کښې عمران خان ليکلي چې د مارچ په اتمه چې کله د عدم اعتماد تحريک وړاندې شو نو ډالر په ١٧٨ ؤ او نن په ٢٥٠ وو.