د ا.ا.ا او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د هلمند اوبو پۀ اړه خبرې کړې دي

0
88

د ا.ا.ا او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د هلمند اوبو پۀ اړه خبرې کړې دي

د ایران د فارس دولتي خبري اژانس د خبر له مخې،  په دې خبرو کې نوموړي ګواښ کړی که د هلمند سیند اوبو کې د ایران د برخې مسله هواره نه شي نو دا به له افغانستان سره د ایران پر همکاریو منفي اغېز وکړي.

 

(2022 / 7 / 30   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د هلمند د اوبو په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره ټېلېفوني خبرې کړې دي.

د ایران د فارس دولتي خبري اژانس د خبر له مخې،  په دې خبرو کې نوموړي ګواښ کړی که د هلمند سیند اوبو کې د ایران د برخې مسله هواره نه شي نو دا به له افغانستان سره د ایران پر همکاریو منفي اغېز وکړي.

تر دې مخکې ایراني رسنیو راپور وکړی و چې د ایران ولسمشر، ابراهیم رییسي خبرداری ورکړی چې هېواد یې هلمند سيند کې له خپلې برخې اوبو نه تېرېږي.

بلخوا د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دوی د ایران حق په رسمیت پېژني خو که سیند کې اوبه نه وي له کوم ځایه یې ورکړي.

اړوند موضوعات: 

ایران لۀ ا.ا د هلمند سیند د اوبو د مسئلې د حل غوښتنه کړې 

ياد خبري اژانس د امیر خان متقي له قوله لیکلي چې دوی د هلمند اوبو کې د ایران حق ته ژمن دي او چې کافي اوبه وي نو هغه د ایران لوري ته پرېږدي.

Leave a reply