مونږ په افغانستان کښې نور جنګ نه غواړو: د طالبانو ویاند باغي ټي وي رپورټ.

0
343

مونږ په افغانستان کښې نور جنګ نه غواړو: د طالبانو ویاند
باغي ټي وي رپورټ.

د افغانستان اسلامی امارت ویاند ذبیح الله په کابل کښې خبر غونډې په محال اوویل چې آزادې د هرچا حق دې، د الله تعالی شکر ادا کوو چې افغان ملت ته ی آزادې ورکړه. ، اسلام امارت نه غواړی چې چا سره دښمنی او جنګ وکړی.

زمونږ ځواکونو د کابل په ټولو علاقو کښې موجود دي، ټول سفارتونه او ددوی عمله د طالبانو له طرف نه محفوظه ده، ټول بهرني سفارت خانو کښې کار کوونکو ته ډاډ ورکوو چې دوی ته به هیڅ زیان و نه رسي.

د افغانستان خاور به د هیچا خلاف استعمال نه شی او د نړې ملکونو دې تشویش نه کوي چې د افغانستان خاوره به د چا خلاف استعمال شی.

ذبیح اللہ مجاہد وویل : اسلامی امارت د ښځو حقونو ته د اسلامی شریعت په چوکاټ کښې ګورې، د نړې ملکونو دې د ښځو د حقونو متعلق هیڅ تشویش نه کوي ، مونږ به ښځو له د هغوی حقونه د اسلامی قانون او اصولو ترلاندې ورکوو.
هیچا ته اجازت نه ورکوو چې د ملي فایدو خلاف رسنې استعمال کړي.

ذبیح اللہ مجاہد د خبریالانو سوالونه ی هم ورکړل او وی ویل چې هغه کسان چې امریکایانو سره ی کار کړې ، ددوی ویاند وو ، نو هغوی ټولو ته مو د عام معافي اعلان کړې.
ذبیح اللہ مجاہد وویل په کابل کښې هیچا ته هم نه غواړو چې تکلیف ورسوو، او ټول د کابل خلق دې خپلو کورنونو ته راشي او دې ټولو خلقو ته ډاډ او د حفاظت یقین ورکوو، دوی ټول دې کورونو ته راشي.

Leave a reply