د افغانستان په مشرقي ښار کښې په طالبانو وړومبۍ حمله

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان په پایه تخت اسلام آباد کښې میشت خبریال طاهر خان په خپل ټویټر پانړه لیکي چې د افغانستان په مشرقي ښار جلال آباد کښې د سرک په غاړه یو بمي چاودنه شوې ده.
په چاودنه کښې د مرګ ژوبلې اطلاعات شته، په دې چاودنه کښې د امارت اسلامی یو ګاړې په نښه شوې دې، یاده دې وی چې په ۱۵ اګسټ کال ۲۰۲۱ په کابل د طالبانو د کنټرول پس په امارت اسلامی د اولنې برید دې.
د جلال آباد دې حملې ذمه واري له چا په غاړه نه ده اخستې.
د رپورټ مطابق په تیر وخت کښې په ننګرهار کښې د داعش ګروپ په ننګرهار کښې څه بریدونو کړي وو او په ۲۷ اګسټ هم د کابل هوایی ډګر د برید ذمه واري هم داعش ګروپ په غاړه اخستې وه، په دې حمله کښې تر ۲۰۰ پورې کسان وژل شوي وو چې پکښې ۱۳ امریکایی فوځیان هم شامل وو.


Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *