کابل او ننګرهار ولایت کې چاودنې شوي دي
نن سهار کابل او ننګرهار ولایت کې چاوندې شوي چې له امله یې شلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، دا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال لومړنۍ چاودنې چې ښارو کې رامنځته کېږي.
(2021 / 9 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
نن سهار کابل او ننګرهار ولایت کې چاوندې شوي چې له امله یې شلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، دا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال لومړنۍ چاودنې چې ښارو کې رامنځته کېږي.
نن سهار لومړنۍ چاودنه د کابل ښار شپاړسمې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې شوې چې دوه کسه پکې ټپیان شوي دي.
دوه نورې چاودنې بیا د ننګرهار ولایت جلال آباد ښار کې د طالبانو پر رینجر موټرو شوي چې دوه کسه پکې وژل شوي او شپاړس نور پکې ټپیان دي.
طالبانو د یادو چاودنو په اړه تر اوسه څه ندي ویلي؛ خو تر دې وړاندې داعش ډلې خبرداری ورکړی ؤ چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به د طالبانو پر وړاندې جګړه پیل کړي.
دغو چاودنو خلک اندېښمن کړي دي، دوی وايي چې ډارېږي افغانستان یو ځل بیا د جنګ لمبو کې راګیر نشي.
تر دې وړاندې امریکا خبر ورکړی ؤ چې افغانستان کې د داعش راپورته کېدو خطر شته.










Leave a Reply