په کندوز کې د سپین زر دولتي شرکت عوایدو کې ۴۰ ډېروالی راغلی دی

0
209

په کندوز کې د سپین زر دولتي شرکت عوایدو کې ۴۰ ډېروالی راغلی دی

سپین زر شرکت دغه راز وایي چې د خپلو چارو په چوکاټ کې یې د یخ د تولید یوه فابریکه هم رامنځته کړې چې هره ورځ به د شاوخوا زر تختې یخ د تولید وړتیا ولري او په میاشت کې به ترې ۱،۳ میلیونه افغانۍ عواید راټولوي.

(2022 / 7 / 26   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په کندوز کې د سپین زر دولتي شرکت عوایدو کې ډېروالی راغلی دی.

د کندوز ولایت ځایي چارواکي وایي چې دغه دولتي شرکت په بېلو تولیداتي برخو کې فعالیت کوي او اوس یې په عوایدو کې شاوخوا څلوېښت سلنه ډېروالی راغلی دی.

د سپين زر شرکت مسوولین وایي چې د شفافیت په راتګ سره ددغه شرکت د عوایدو ټولو منظم شوي دي او هڅه کېږي چې په دې برخه کې لا ډېر شفافیت راشي او عواید پراخ شي.

Leave a reply