د امريکايي بريالي شتمن وارن بافټ ژوند او لنډې ويناوې

0
55

بریالي سوداګر او د بشري حقوقو فعال وارن بافټ د هاوارډ بافټ زوی په کال ۱۹۳۰ لمريز کې د امريکا په نبراسکا کې نړۍ ته سترګې وغړولې، هغه څوک چې د شلمې پېړۍ بريالی پانګه وال شمېرل کېږي. نوموړي له ماشومتوبه له پانګې اچونې او سوداګرۍ سره مينه وه او په همدې برخو کې يې زده کړې هم وکړې. هغه دمګړی د برکشاير هاټاوي شرکت رئيس او مشر دی.

نوموړی همدارنګه په ډېرو نورو شرکتونو کې شريک دی چې ترټولو مشهور يې دا دي:
ولز فارګړ، کوکاکولا، امريکن اکسپرس او ای بي ام.

 

وارن بافټ دوه قانونه د ځان لپاره ټاکلي دي:

لومړی قانون: پیسې له لاسه نه ورکوم.
دويم قانون: لومړی قانون نه هېروم.

 

نوموړی په ۲۰۰۸ کال کې د نړۍ ترټولو شتمن او بډای شخص وپېژندل شو او په ۲۰۱۷ کال کې هم د نړۍ درېيم شتمن شخص و.

د چينايي بډای او شتمن (جک ما) د برياليتوب رازونه

د تولستوي ژوند او اند

د بافټ لنډې خبرې:

– هېڅکله نشو کولی چې د يوه بد انسان سره ښه اړيکه ولرو.

– هڅه وکړئ چې د خپل په پرتله ښو انسانانو سره ناسته پاسته وکړئ، د هغوی سره معاشرت ستاسو د پرمختګ سبب ګرځي.

– مهمه نه ده چې څومره مهارت يا شتمني لرئ، ځيني کارونه وخت ته اړتيا لري.

– د اعتبار جوړول اوږدو کلونو ته اړتيا لري او خرابول يې د څو دقيقو کار دی.

ـ زه برياليتوب د هغه کسانو سره اندازه کوم چې راسره مينه لري.

– زه په دې پوهېدم چې شتمن کېږم.

Leave a reply