د ا.ا.ا د صفري ځانګړې قطعې قوماندان په يوه ټرافيکي پېښه کې مړ شو
د افغانستان ا.ا د صفري ځانګړې قطعې عمومي قوماندان مولوي پير آغا په يوې ټرافيکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د غزني ولايتي چارواکي وايي چې دغه ټرافيکي پېښه تېره ورځ د دې ولايت په مربوطاتو کې شوې ده.
د راپورونو له مخې، نوموړی تازه د حج له مراسمو راغلی ؤ او له کندهار څخه په حرکت ؤ چې د غزني ولايت په لويه لاره کې د ټرافيکي پېښې له امله ومړ.
د ا.ا.ا لوړو پوړو چارواکو د نوموړي په مړينه خواشيني ښودلې او دا يې لویه ضايعه بللې ده.
د ا.ا.ا ذبیح الله مجاهد ويلي، چې پيرآغا د شل کلنې جګړې پر مهال مشهور طالب قوماندان ؤ.
د پېښې د څرنګوالي او پکې د نورو کسانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.