په کابل کې د ښار د پاکولو ۳ مياشتينی پروګرام پيل شوی

0
116

کابل ښاروالي وايي چې د کابل ښار د بېلابېلو برخو د پاکولو په موخه يې داسې پروګرام پيل کړی چې خلکو ته د کار په بدله کې خوراکي توکي ورکول کېږي.

د دغه رياست په وينا، ياد ۳ مياشتينی پروګرام د خوړو نړيوال سازمان لخوا د کابل ښاروالۍ په همکارۍ د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې عملي کېږي.

کابل ښاروالي وايي چې په دې برنامه کې زرهاوو کسانو ته په لنډمهالي ډول د کار زمينه برابره شوې چې هر کس ته به د ۱۵ ورځو په بدل کې وړه، غوړي او لوبيا ورکول کېږي.

ياد رياست په یوې خبرپانه کې ويلي چې دغه پروګرام اوسمهال د کابل ښار په درېيمې او پنځمې ناحيې کې پيل شوی دی.

خبرپانه کې راغلي چې د دې پروګرام له لارې به ۷ زره او ۵۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

د کابل ښاروالۍ وياند رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې د ۱۵ ورځو کار په بدل کې به هر کاريګر ته ۵۰ کيلو وړه، ۵ لېټره غوړي او ۵ نيم کيلو لوبیا ورکول کېږي.

Leave a reply