ملګرو ملتونو افغانستان کې د یوناما فعالیت شپږ میاشتې نور وغځاوه

0
50

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د خپلې سیاسي استازولۍ «یوناما» فعالیت شپږ میاشتې نور هم وغځاوه.

د ملګرو ملتونو له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان اقتصادي، امنیتي، سیاسي او ټولنیزو پرمختګونو ته په کتو ملګري ملتونه په افغانستان کې د خپلې استازولۍ «یوناما» د فعالیت موده شپږ میاشتې نوره هم غځوي او یوناما به د راتلونکي میلادي کال د مارچ میاشتې تر اوولسمې نېټې پورې خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

خبرپاڼه کې یوناما ته امر شوی، چې د خپل راتلونکي شپږ میاشتني ماموریت په دوران کې د هرې میاشتې په پای کې امنیت شورا ته خپل راپور وړاندې کړي او ملګري ملتونه د افغانستان له حالاتو خبر کړي.

ملګري ملتونه داسې مهال په افغانستان کې خپل فعالیت غځوي، چې په هیواد کې د امریکایي او ناټو ځواکونو حضور پای ته رسېدلی او طالبانو د افغانستان اسلامي امارت تر نامه لاندې نوی حکومت اعلان کړی.

Leave a reply