د بېلابېلو بويونو استشمام (بوی ول) د انسانانو پر کړنو مستقيم اغېز لري
يو شمېر پوهان په خپلو څېړنو کې دې پايلې ته رسېدلي چې د بېلابېلو بويونو استشمام (بوی ول) د انسانانو پر کړنو مستقيم اغېز لري.
د ډوډۍ بوی: د ډوډۍ بوی د دې لامل کېږي چې تاسو لا مهربانه شئ. په حقيقت کې د ډوډۍ بوی انسان نرم خويه کوي.
د نعناع بوی: د نعنانع بوی په ځانګړي ډول د ورزشکارانو لپاره د انګېزې د رامنځ ته کېدو او همدارنګه په عمومي توګه د انسانانو خُلق او خوی د ښه والي سبب کېږي.
د قهوې د دانو بوی: د قهوې د دانو بوی سټرس راکموي او خوشحالي مو ډېروي.
د ليمو او نارنج د عطر بوی: ياد بوی د انرژۍ د ډېرښت او د خوښۍ او نېکمرغۍ سبب ګرځي.
د مڼو د عطر بوی: نوموړی بوی په انسانانو کې هيله مندي ډېروي، په ځانګړي ډول د سهار لخوا.
د ياس د ګل بوی: د ياس د ګل عطر کولی شي ستاسو خپګان کم او ذهن مو له ناوړه پوچو فکرونو څخه وژغوري.
د کاج د عطر بوی: د کاج د عطرو بوی د سټرس ضد ګڼل کېږي او د دې سبب ګرځي چې د زړه له تله وخاندئ.
د دارچپنو بوی: نوموړی بوی د حافظې د غښتلتيا او د تمرکز د ډېروالي سبب کېږي.
د تازه چمن بوی: نوموړی بوی د الزايمر د مخنيوي لامل ګرځي او د خوښۍ زېږوونکی بوی دی.
ژباړه: محمد عزيز پردېس