په کندهار کي د کولرا ناروغۍ د درملني لپاره ځانګړی پنځوس بستريز مرکز پرانیستل شو

0
203

په کندهار کي د کولرا ناروغۍ د درملني لپاره ځانګړی پنځوس بستريز مرکز پرانیستل شو

د مسؤلينو په خبره، په هېواد کې د ګرمۍ او وچ موسم له کبله د نس ناستي ناروغي زیاته شوې او د کندهار خلک هم له دې ناروغي څخه په امن کې ندي؛ د پېښو کچه یې لوړه شوې او د خپرېدو په حال کي ده.

 

(2022 / 7 / 20   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 
د کندهار د عامي روغتیا ریاست مسؤلین وايي، د دې رياست او یو شمېر همکارو بنسټونو د کندهار د دولسمې حوزې اړوند د حکیم صاحب اډې په اړوند سیمه کې د کولرا ناروغۍ یا نس ناستي د څارنې پنځوس بستریز مرکز پرانیستل شو.

د مسؤلينو په خبره، په هېواد کې د ګرمۍ او وچ موسم له کبله د نس ناستي ناروغي زیاته شوې او د کندهار خلک هم له دې ناروغي څخه په امن کې ندي؛ د پېښو کچه یې لوړه شوې او د خپرېدو په حال کي ده.
نو د همدې لپاره يې د کندهار د دولسمې حوزي په اړوند سیمه کې د دې ناروغۍ لپاره د درملني مرکز پرانیستلو.

Leave a reply