په افغانستان کښې د طالبانو حکومت په اړه د ملګري ملتونو اندیښنه

0
249

باغي ټي وي رپورټ
د ملګري ملتونو سرمنشي د افغانستان د سرپرست حکومت په اړه ویلي دې چې طالبانو سره ددوی منځګرتیا محدوده او داسې ښکاری چې طالبان به ددوی و نه مني.
د ملګري ملتونوعمومي منشي انتوني د افغانستان په اړه د بشري ناورین خبردارۍ ورکړې خو وایی چې ددوی وس کښې چې څه وي نو د افغانستان نه ی نه دریغوي.
انتوني اوویل چې په افغانستان کښې د افغان اولس لپاره دوی د طالبانو سره یو ځای کار پیل کړې دې خو دای اووې چې د کومې معجزې توقع باید و نشي.
دوی اوویل چې ملګري ملتونه طالبانو سره په شریکه کارکول غواړي خو اسلامی غورځنګ به دې ادارې سر په نوی حکومت جوړولو کښې په یو لار لاړ نه شي.
هغه وایی چې د یوې نړیوالې ادارې په توګه زمونږ تمرکز باید چې د افغانستان اولس په ملاتړ کولو وي.

Leave a reply