شوکت میرزایوف: د افغانستان کنګل شوې سرمایه باید بیرته افغانانو ته وسپارل شي

0
232

شوکت میرزایوف: د افغانستان کنګل شوې سرمایه باید بیرته افغانانو ته وسپارل شي

شوکت میرزایوف نن د شانګهای سازمان ناستې ته په خپله وینا کې ویلي، چې په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان کنګل شوې سرمایې باید بیرته خلاصې کړل شي…

 

(2021 / 9 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)

د ازبکستان ولسمشر وایي، د افغانستان کنګل شوې سرمایې باید بیرته افغانانو ته وسپارل شي. شوکت میرزایوف نن د شانګهای سازمان ناستې ته په خپله وینا کې ویلي، چې په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان کنګل شوې سرمایې باید بیرته خلاصې کړل شي، تر څو له طالبانو سره تفاهم او ډیالوګ ته زمینه برابره کړل شي. نوموړي وویل، چې په افغانستان کې روان بشري او اقتصادي حالت ته په کتو به غوره دا وي، چې په بهرنیو بانکونو کې کنګل شوې سرمایې باید بیرته افغانانو ته وسپارل شي‌ او په دې توګه د طالبانو او نورو حکومتونو تر منځ ډیالوګ ته زمینه برابره شي، تر څو د ترهګرۍ له راټوکېدو مخه ونیول شي.

Leave a reply