په افغانستان کښې اقتصادي بحران په انساني ناورین کښې بدلیدۍ شي: مخلص

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په ننګرهار ولایت کښې سوداګر وایی که په افغانستان کښې بانکونه په صحیح توګه فعال نه شي او که امریکا د افغانستان کنګل شوې پیسې آزادې نه کړي نو دلته به سخت اقتصادي بحران راشي.
په ورځپانړه وحدت کښې چاپ شوې یو بیان چې د ننګرهار سوداګرو یوې خبري غونډې ته کړې وایی چې په هیواد کښې د سخت اقتصادي بحران راتلو خطره ده او که مخه ی و نه نیول شی نو دا په سخت انساني ناورین کښې بدلیدۍ شي.
د ننګرهار د سوداګرۍ خونې یو غړي ډاکټر مخلص احمد اوویل چې د افغانستان سوداګر نه شي کولې چې د بانکونو په ذریعه پیسې بهرهیوادونو ته واستوي چې وکولې شی چې د اولس لپاره ضروري توکي خپل هیواد ته راوړي .
دوی غوښتنه وکړه چې په افغانستان کښې دې بانکونه په مکمل توګه پرانستل او فعال کړې شي چې افغان سوداګر وکولې شي د نورو هیوادونو سره کاروباري هلې ځلې بحال کړي، دملک نه هم توکي نورو هیوادونو ته ولیږي او د بهر هیوادونو نه هم توکي خپل هیواد ته راوړي .
نوموړی اوویل که چرې بانکونه فعال نه شی او نو داسې خطره شته چې دلته یو نه کابو کیدونکۍ بحران مخې ته راشي چې هیواد او اولس ته به سخت زیان ورسوي.





