سبا د افغانستان د کرکټ ليګ (شپږيزه) سيالۍ پيلېږي

تمه ده چې په افغانستان کې د کرکټ ترټولو ستر کورنی ليګ (شپږيزه) سبا پيل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي وايي چې د دې مهمو او لويو سياليو لپاره هراړخيز چمتووالی نيول شوی دی.
شپږيزه کرکټ ليګ د افغانستان د کرکټ هغه لويې کورنۍ سيالۍ دي چې په کال کې يو ځل د کورنيو او بهرنيو لوبغاړو په ګډون سره په کابل کې ترسره کېږي.
دغه سياليو کې سږ کال ۸ لوبډلې شاملې دي چې د اتلولۍ جام د ګټلو لپاره به په خپلو منځونو کې سيالۍ کوي.
د يو شمېر راپورونو له مخې په سږ کال سياليو کې هم بهرني لوبغاړي شامل دي.
ويل کېږي له مېس عينک لوبډلې سره به د پاکستان دوه لوبغاړي افتخار احمد او مير حمزه، سپين غر لوبډلې سره پاکستانی آصف اپريدي او له عمان هېواد څخه به بلال خان د آمو لوبډلې سره لوبه وکړي.
کرکټ بورډ وايي د شپږیزې په اتم پړاو سیالیو کې د تېرو کلونو سره په توپیر د شپږو لوبډلو پر ځای اته لوبډلې لوبیږي.
دغه سيالۍ تېر کال د کرونا وبا له امله ترسره نشوې.






