د افغانستان ګاونډیو هېوادونو د افغانستان د مسائلو په اړه د همغږۍ توافق کړی

0
146

د افغانستان ګاونډیو هېوادونو د افغانستان د مسائلو په اړه د همغږۍ توافق کړی

د چین، روسیې، پاکستان او ایران لوړ پوړو مشرانو د افغانستان د مسایلو په اړه د همغږۍ پر زیاتېدو توافق کړی.

 

(2021 / 9 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)

د چین، روسیې، پاکستان او ایران لوړ پوړو مشرانو د افغانستان د مسایلو په اړه د همغږۍ پر زیاتېدو توافق کړی. رویټرز خبري اژانس ویلي د یادو هیوادونو مشرانو د تاجکستان په پلازمینه کې په یوه غیر رسمي ناسته کې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي، اړتیاده چې د افغانستان په اړه د دې هیوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې او همغږي زیاته شي، څو په افغانستان کې د ثبات له رامنځ ته کېدو سره مرسته وکړي. یاد هیوادنه غواړي افغانستان کې یو پراخ بنسټه حکومت رامنځ ته شي او طالبان هغه ژمنه عملي کړي چې له ترهګرو سره اړیکې نه پالي.

Leave a reply